د روژې دولسمه ډالۍ | قرآن ته مراجعه

د روژې دولسمه ډالۍ | قرآن ته مراجعه اسلامي

که د قرآن کریم احکام او لارښووني مسلمانان عملي کړي، نو ټولې ستونزې به يې له شکه پرته حل شي.

په قرآنکریم کې له راغلو اوامرو څخه د څلوېښتو احکامو لنډ مفهوم ، چې زموږ له پاره سخت اړین دی، داسې وړاندې کیږي :

۱ ـ درواغ مه وايه ( الحج ۳۰ ) .

۲ ـ جاسوسي مه کوه (الحجرات ۱۲) .

۳ ـ سپکاوی مه کوه (الحجرات ۱۱) .

۴ ـ اسراف یا بې ځایه لګښت مه کوه (الاسرأ ۲۶) .

۵ ـ مسکينان ماړه کړه (الحج ۳۶) .

۶ ـ غيبت مه کوه (الجرات ۱۲) .

۷ ـ خپل قسمونه یا لوړې مه ماتوه (المایده ۸۹) .

۸ ـ د سوغات په نوم رشوت مه اخله (النمل ۳۶) .

۹ ـ خپلو تړونونو ته وفا وکړه (التوبه ۴) .

۱۰ ـ خپله غوسه وزغمه (آل عمران ۱۳۴) .

۱۱ ـ افواهات او غلطي آوازې مه خپروه (النور ۱۵) .

۱۲ ـ د نورو په هکله ښه ګومان او فکر وکړه (النور ۱۲) .

۱۳ ـ د مېلمه عزت وکړه (الذاریات ۲۴ ـ ۲۷) .

۱۴ ـ ايمان لرونکي مه ځوروه (الاحزاب ۵۸) .

۱۵ ـ د مور او پلار احترام کوه (الاسرأ ۲۳) .

۱۶ ـ له بدو کړنو څخه ځان وساته (المؤمنون ۳) .

۱۷ ـ په چا ملنډي مه واهه (الحجرات ۱۱) .

۱۸ ـ په عاجزۍ سره تګ کوه (الفرقان ۶۳) .

۱۹ ـ د بدي مخنیوی په نیکي سره وکړه (فصلت ۳۴) .

۲۰ ـ خلکو ته ښې خبرې کوه ( البقره ۸۳ ) .

۲۱ ـ خپل امانتونه ، ژمنې او تړونونه وساته (المومنون ۸) .

۲۲ ـ د بل باطلو خدايانو ته سپکاوی مه کوه (الانعام ۱۰۸) .

۲۳ ـ په تجارت یا کاروبار کي خلک مه خطاباسه (الانعام ۱۵۲) .

۲۴ ـ خیانت مه کوه (الانعام ۱۶۱) .

۲۵ ـ غير ضروري او تر وخت دمخه پوښتنې مه کوه (المایده ۱۰۱) .

۲۶ ـ مه بې ځایه لګښت کوه او مه اسراف کوونکی اوسه (الفرقان ۶۷) .

۲۷ ـ په بدو نومونو څوک مه یادوه (الحجرات ۱۱ ) .

۲۸ ـ د ځان د پاکۍ دعوه مه کوه (النجم ۳۲) .

۲۹ ـ په مهربانۍ خبرې کوه، حتی د جاهل سره هم (الفران ۶۳) .

۳۰ ـ د خپل احسان بدل مه غواړه (الانسان ۹) .

۳۱ ـ په غونډو او مجلسونو کې نورو ته ځای ورکړه (المجادله ۱۱) .

۳۲ ـ که دښمن سوله غواړي، نو ويې ومنه (الانفال ۶۱) .

۳۳ ـ د سلام/ستړي مه شې ځواب په بهتره توګه ورکړه (النسأ ۸۶) .

۳۴ ـ په خپلو احسانونو سره ځان ښودنه مه کوه (البقره ۲۶۴) .

۳۵ ـ په جګړه کی د بوختو ډلو تر منځ سوله رامنځته کړه (الحجرات ۹) .

۳۶ ـ د نورو غلطۍ معافوه ( النور ۲۲ )

۳۷ ـ سود مه خوره ( البقره ۲۷۸ ) .

۳۸ ـ د رښتیا سره درواغ مه ګډوه ( البقره ۴۲ ) .

۳۹ ـ نېکي اول پخپله کوه بیا نور هڅوه ( البقره ۴۴ )

۴۰ ـ په دین کې سختي مه کوه ( البقره ۲۵۶ ) .

د الله کلام یعنې قرآنکریم له پیله تر پایه هدایت دی. دلته مې فقط څلوېښت بېلګې اقتباس کړې. دا چې نن مسلمانان په عام ډول او افغانان په خاص ډول د نفاق او تشتت په غېږ ورغلي دي، علت یې د قرآنکریم د لارښوونو او هدایتونو د عملي کولو څخه لېرې والی دی. موږ اکثریت د الله احکام او امرونه په خوله منو خو له پلي کولو یې مخ اړوو. همدا علت دی چی لار مو ورکه کړې ده . نو د ستنېدو له پاره اوس هم وختي دی او یوه اوسپنیزه اراده غواړي. نن د عمل ورځ ده بېله حسابه، خو سبا د حساب ورځ ده بېله عمله !

تړلي موضوعات